د ژوندون بنیاد له مینی اخیستل شوی. کله چی مینه نه وه ژوند په دی فانی نړی کی ډیر ګران وو. آدم هم و نشو کړای بغیر دی مینی ژوند وکړی، حوا یی په هره دعا کی له خدایه و غوښتله. هم ژوند وکړی هم مینه. دوه زړونه په مینه کی هیڅ بل څه ته ضرورت نلری، مګر ژوند کول مینی ته ډیره اړتیا لری. لکه شکیسپیر چی وایی: ”د مینی مقصد بغیر د کومه مقصده وۍ“.
ژوند به کوو خو د مینی سره. نفرت به مینځه وړو آغیار به نه پریږدو، مینه به وی، ساقی به وی غزل به وی او جام به وی؛ ژوند به کوو.